تهران ته د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له خبرداري وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې وسلهوال ځواکونه یې پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام ته قاطع ځواب ویلی شي.
عراقچي ویلي، که د ایران پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام وشي، د دوی وسلهوال ځواکونه به قاطع او بېساری ځواب ورکړي.
بلخوا د دغه سپاهپاسداران هم ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې پوځي انتخاب ناکام و او په راتلونکي کې به هم ناکامېږي.
د امریکا او ایران ترمنځ دا خبرداري داسې مهال تبادله کېږي چې تازه د ډونالډ ټرمپ په امر ځینې جنګي بېړۍ د ایران په لوري روانې شوې دي.
د دغو سترو امریکايي بېړیو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ایران پوځي چارواکو خبرداری ورکړی و چې که پر دوی تېری وشي، امریکايي بېړۍ په یو توغندي سره له منځه یوړل شي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې وروسته له هغې په پراخه کچه ترینګلې شوې چې په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو له امله د نږدې درې زره کسانو وژلکېدل تایید شول.
هغه مهال ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د لاریونوالو له وژلو او اعدام لاس وانخلي، ډېر ژر به یې پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.


