خانهنړۍهند کې د «نیپا» ویروس د خپرېدو په حال کې دی 

هند کې د «نیپا» ویروس د خپرېدو په حال کې دی 

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه په په «بنګال» ایالت کې د «نیپا» ویروس د خپرېدو په حال کې دی او تر اوسه د دې ویروس له امله سلګونه کسان قرنطین شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا ویروس له حیواناتو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او د درملنې لپاره واکسین نه لري او نه هم ځانګړي درمل ورته شته.

روغتیاپالانو ویلي چې د دې وایروس په اړه څېړنې پيل شوې او کېدای په نږدې راتلونکې کې یې ضد واکسین هم جوړ شي.  

د دوی په وینا چې که نیپا په زیاته اندازه پراخه شي، ښايي د کورونا ویروس غوندې خطرناک تمام شي او له امله یې ډېر کسان ژوند له لاسه ورکړي.

په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په هند کې  د کوېډ – ۱۹ یا کورونا ویروس له امله ډېر خلک مړه شول او د خلکو لپاره یو ځانګړی خطر بلل شوی و.

د یادولو ده چې هند د نړۍ په هغو هېوادونو کې و چې کورونا ویروس پکې په پراخه کچه مرګ‌ژوبله واړوله.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه