نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په ۱۴ ایالتونو کې د سخت ژمني واورین توپان له امله تر دې دمه ۳۸ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دغه طوفان د امریکا مرکزي او ختیځې برخې په واورو، یخ او له صفر څخه په ښکته تودوخه کې پوښلې دي.
په امریکا کې یاد ژمنی واورین توپان تېره جمعه پیل شو چې له امله یې د امریکا په ۱۴ ایالتونو کې د سلګونو زره کورونو برېښنا هم پرې شوه.
د خامهپریس د مخکني راپور له مخې چې د یاد توپان له امله د تېرې شنبې ورځې راپدېخوا څه باندې ۱۹ زره الوتنې لغوه شوې او په واشنګټن، نیویارک او فلاډلفیا کې ډېر لوی هوايي ډګرونه تړل شوي دي.
هغه مهال حکومت په په ۲۰ ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی و او چارواکو له اتباعو څخه غوښتي وو چې د امکان تر حده له سړکونو څخه ډډه وکړي.
د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی چې وژونکې سړه هوا ممکن څو ورځې دوام وکړي، په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه تر منفي ۵۰ درجو فارنهایټ پورې ټیټه وي، داسې شرایط په څو دقیقو کې د سختې یخنۍ لامل کېدای شي.


