خانهافغانستانامیرخان متقي د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر سره د اړیکو پر...

امیرخان متقي د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر سره د اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر، رشید مردوف سره د بېلابېلو مسایلو په اړه ویډیویي خبرې کړې دي. 

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې اړیکې پرمهال دواړه لوري پر دوه‌اړخیزو ګټو، د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا او د راتلونکي کال په اوږدو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د راتلونکو پلانونو په اړه غږېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې امیرخان متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ ارزولی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د معنی لرونکو اړیکو د لا پیاوړتیا سره اوسمهال د هرات په لاره کې د ټاپي پروژې د عملي کار پیل شاهدان  دي.

د ښاغلي متقي په وینا چې دا مهال د افغانستان او ترکمنمستان ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

بلخوا د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او دوستانه اړیکو د یادونې ترڅنګ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کولو، د دواړو هېوادونو د چارواکو د لیدنو او راتلونکو پروګرامونو د ترسره کولو په برخه کې پر همغږۍ ټینګار کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه