خانهافغانستانسوړ ژمی او د کډوالو جبري رالېږل؛ "پرون ۲۵۰ نورې کډوالې کورنۍ...

سوړ ژمی او د کډوالو جبري رالېږل؛ “پرون ۲۵۰ نورې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شَوې”

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري رالېږلو په دوام، پرون ۲۵۰ نورې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۲، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۷، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۰ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۱۱ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د راپور له مخې چې ۱۶۸ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۲۲۹ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

پاکستان او ایران داسې مهال د افغان کډوالو جبري ایستلو ته دوام ورکړی چې د افغانستان ډېر ولایتونه د یخنۍ او واورین ورښت له سختو څپو سره مخ دي، او د راستنو شویو کډوالو ستونزې ورسره زیاتې شوې دي.  

بلخوا که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو چارو ګڼو ادارو له پاکستان او ایران غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي، خو د یادو هېوادونو چارواکو بار بار ټینګار کړی چې دوی به ټول افغان کډوال له خپلو هېوادونو وباسي.  

په ورته مهال اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی. 

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه