خانهافغانستاند امریکا او ا.ا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې...

د امریکا او ا.ا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې روانې دي 

د ا.ا ویاند له امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو دوام تایید کړی او ویلي یې دي چې تر اوسه دواړه لوري د دغو مذاکراتو وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.  

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد له سي‌بي‌اېس نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی چې دا مذاکرات باید عملي پایلې ولري او د دواړو لوریو ترمنځ بندیان خوشې شي.

د ښاغلي مجاهد په وینا چې یو شمېر افغانان د امریکا لخوا په ناحقه نیول شوي او کورنۍ یې له کړاو سره مخ شوې دي. 

تر دې مخکې ځینې امریکایي رسنیو راپور ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې یو شمېر امریکایان له اسلامي امارت سره بندیان دي. بلخوا د امریکا په زندانونو کې هم د ځینو افغانانو د بندپاتې‌کېدو راپورونه ورکړل شوي وو. 

د یادولو ده چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په ګډون یو شمېر لوړپوړو امریکایي چارواکو هم افغانستان ته سفرونه کړي او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د بندیانو د خلاصون په ګډون پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي.   

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه