خانهنړۍاندونیزیا کې د ځمک‌ښویېدنې په پېښه کې شاوخوا ۲۰ کسانو ژوند بایللی

اندونیزیا کې د ځمک‌ښویېدنې په پېښه کې شاوخوا ۲۰ کسانو ژوند بایللی

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اندونیزیا په لوېدیځ کې له سختو ورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدو خونړۍ پېښه شوې چې له امله یې تر دې دمه د ۱۸ کسانو مړینه تایید شوې او شاوخوا ۹۰ نور لادرکه شوي دي.  

د راپورونو له مخې چې دا پېښه په «باندونګ» سیمه کې رامنځته شوې او په ورک‌شویو کسانو کې د اندونیزیا د ځانګړو سمندري ځواکونو ۲۰ کسان هم شامل دي. 

په راپورونو کې د اندونیزیایي چارواکو په حواله ویل شوي چې په یاده سیمه کې د ژغورنې عملیات پيل شوي، خو اندېښنه ښودل شوې چې ښايي د مړینې شمېر لوړ شي. 

بلخوا د اندونیزیا ژغورونکو ډلو ټینګار کړی چې عملیات به تر هغې روان وي، څو ټول ورک‌شوي کسان وموندل شي. د دوی په وینا چې اوسمهال د هوا خرابوالی او د سیمې ناپایدار وضعیت د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

اندونیزیا کې تر دې مخکې هم د ورته خونړیو پېښو له امله سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د یادولو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په ګډون یو شمېر اسیاسي هېوادونو د ورښت له سختو څپو لاندې دي. 

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه