له استرالیا وروسته د فرانسې حکومت هم پرېکړه کړې چې د یاد هېواد له ۱۵ کلنۍ کمعمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کړي.
د راپورونو له مخې چې له ۱۵ کلنۍ پر کم عمره ماشومانو د ټولنیزو رسنیو د بندیز قانون تازه د فرانسې استازو جرګې تصویب کړی، او ټاکل شوې چې د سنا جرګې ته به وړاندې شي.
ټاکل شوې چې د سنا جرګې له لوري به د دې قانون تر تصویب وروسته هلته ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع شي.
تر دې مخکې بریټانیایي چارواکو ویلي وو چې د دغه هېواد پر ماشومانو د ټولنیزو رسنیو کارونې د بندیز په اړه غور کېږي او ښايي ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع شي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي وو چې د بریټانیا حکومت په دې اړه نظرونه څېړلي چې له مخې به یې په ښوونځیو کې هم زدهکوونکو ته د مبایل کارونې په اړه ځینې سپارښتنې وشي.
د یادولو ده چې څه باندې یو کال مخکې استرالیا هم له ۱۶ کلنۍ کمعمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کړي وو.
استرالیا هغه مهال ویلي وو چې ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو رواني روغتیا ته زیان رسوي او له حقیقي ټولنیز ژوند څخه یې بېبرخې کوي.


