خانهتفریحيولې بدرنګه یم؟

ولې بدرنګه یم؟

تاسو هم کله داسې احساس کړی چې ولې بدرنګه یاست؟ دغه ډول احساس ډېر ځورونکی او دردونکی دی چې کولی، شي زموږ باور او خوشالۍ ته زیان ورسوي. مونږ ډېری وخت له داسې خلکو سره مخ کېږو چې ځان بدرنګه ګڼي، او یا هم د یو بل انسان د ښکلا درلودو په ارمان وي. او دا احساس تر دې حده رسېږي چې ان کله کله یې ژړولي. تر هغه څه لومړی دا چې ښکلا یوازې د ظاهري بڼې پورې محدود نه دی، بلکه هغه ټول خصوصیات او ځانګړتیاوې چې موږ یې په ځان کې لرو، د هغه یوه پراخ انځور دی. سره له دې ډېری وخت موږ بدرنګه نه یوو، خو یوازې احساسوو یې چې بدرنګه یوو.

ستر ذات الله (ج) هېڅ انسان بدرنګ نه دی پیدا کړی او هېڅ انسان بدرنګه نه دی. دا د انسان د خپل فکر تولید دی چې وایي زه ښکلې نه یم. زه چاغه یم. زه ډنګره یم. زما څېره ولې د هغه بل کس په څېر نه دی….

هر انسان یوه ځانګړې ښکلا لري. خو ځیني لامل دي چې مونږ دې ډول فکر کولو ته اړ کوي لکه:

۱ـ له نورو سره د ځان پرتله کول، په ځانګړې توګه د فلمي ستورو، سندرغاړو په ټولنیزو شبکو کې له ځینو خلکو سره د ځان پرتله کول موږ ته داسې احساس راکوي، چې موږ بدرنکه یوو.

دغه پرتله کول د دې لامل کېږي، چې ذهن کې مو منفي فکرونه ځای پیدا کړي او په پایله کې موږ داسې احساسوو چې بدرنګه یوو.

۲ـ د بدن ډيسمورفي (body dysmorphia) یو رواني حالت دی، چې انسان د ځان په اړه غلط فکرونه او قضاوتونه کوي او د ځان په اړه منفي خبرې او فکرونه کوي. که چېرته دا احساس زیات شي باید چې یوه روان پوه سره خبرې وشي.

۳ـ په کوم چاپیریال کې چې موږ اوسو، ځانګړي د ښکلا او بدن معیارونه په کې موجود وي او کله چې موږ ځان له هغو معیارونو سره پرتله کوو، ګورو چې ترې توپیر لرو. دا هم د بدرنګوالي احساس رامنځته کېدو بل لامل دی.

اوس راځو پر دې بحث کوو چې که چېرته تاسې ته ورته احساس پیدا شو، ځان مو نیمګړی او نور درته په ټوله مانا پوره ښکاره شو، او هره ورځ ځان سره پر دې خپه یاست چې ولې خپه یاست نو پر دې کړنو خپل ځان داسې قانع کړئ:

۱ـ دا یو ستر حقیقت دی چې د بدن شکل یوازې یوه لنډمهاله برخه ده، چې د وخت او عمر له تېرېدو سره بدلېږي. او بل دا چې زمونږ ښکلا یوازې په فزیکي بدن پورې محدوده نه ده. اصلي ښایست د انسان فکرونو کې ده.

۲ـ د نورو سره د خپل ځان پرتله کول بند کړئ. ځکه چې هر انسان خپل ځانګړی شکل، شخصیت، ژوند او ښایست لري.

۳ـ خپل منفي فکرونه لرې کړئ، له ځان سره په مینه او درنښت خبرې وکړئ.، ځان ته درناوی مو د دې لامل کېږي چې حتی نور تاسو سره په درنښت چلند وکړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه