خانهافغانستانهېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ډېرو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه...

هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ډېرو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه شول

د ا.ا اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هراړخیزه ارزونه شوې چې په پایله کې یې یوازې دریو بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ارزونه د خبریالانو او رسنیو د پرله‌پسې شکایتونو وروسته شوې او څرګنده شوې چې ډېرو دغو بنسټونو د مسوولینو غیرمسلکیتوب او د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پرځای هغوی ته لا ډېرې ستونزې زیږولې وې. 

د خبرپاڼې له مخې چې دغو بنسټونو په نړیواله کچه د افغانستان د رسنیو نهادونو باور ته زیان رسولی و او یو شمېر یې له څه مودې راهیسې غیرفعال وو.

“پورتنیو مواردو ته په کتو د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبرۍ پرېکړه کړې چې د هېواد په کچه یوازې د دریو نهادونو جوازونه تمدید او د پاتې نهادونو جوازونه لغوه کړي.”

د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلترو وزارت همداراز ویلي چې یاده پرېکړه به له یوې خوا د خبریالانو او رسنیو د حقوقو تامین سربېره د خبریالانو او رسنیو په نوم د ناوړه ګټې‌اخیستنې مخه ونیسي، له بلې خوا به د نهادونو فعالیتونه ګټور او منظم شي او د هغوی باور به وساتل شي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه