اسرائیلي رسنیو د ځینو اسرائیلي پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دوی پر ایران بیاځلي پراخه برید ته په چمتووالي بوخت دي.
په راپورونو کې د اسرائیلي چارواکو په حواله ویل شوي چې د امریکا له پرېکړې سره سم به پر ایران د دغه هېواد بریدونه پیل شي.
د اسرائیلو پوځ شمالي قرارګاه قومندان رافي میلو ویلي چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی.
تر دې مخکې یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې امریکا یو اس اس ابراهام لینکلن جنګي بېړۍ د سویلي چین بحر څخه د منځني ختیځ په لور روانې کړې دي.
په ورته وخت کې د ایران حکومت خبرداری ورکړی چې که پر دوی برید وشي، منځني ختیځ ته د ایران تازه راستنې شوې جنګي بېړۍ په یو توغندي سره له منځه یوسي.
ایراني چارواکو تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې دوی جګړه نه غواړي، خو که امریکا او اسرائیل د دوی پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام وکړي، نو د دوی ځواب له تېرې جګړې څو چنده خطرناک وي.
د راپورونو له مخې چې ایران هم د اسرائیلو او امریکا له خبرداري وروسته په لوړه کچه چمتووالی نیسي.


