خانهافغانستانسراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې سره پر...

سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې سره پر بېلابېلو مسایلو غږېدلی 

د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د مرستیالې مېرمن روزمیري دي‌کارلو په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په اړه خبرې کړې دي. 

د کورنیو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د پرمختګ، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې شوې دي.

په ناسته کې ښاغلي حقاني ویلي چې د نشه‌يي توکو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي چې له امله یې مثبتې پایلې لرلې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې د پرمختګونو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ.

ياد پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار وکړ او زياته يې کړه چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان په ابتکار د دوحې ناستو د درېيمې پروسې له مخې به د يادې پروسې په ترڅ کې جوړ شوي کاري ګروپونه خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب په کابل کې ترسره کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه