خانهنړۍله روغتیا نړیوال سازمان څخه د وتلو لپاره د امریکا دلایل ناسم...

له روغتیا نړیوال سازمان څخه د وتلو لپاره د امریکا دلایل ناسم بلل شوي

له روغتیا نړیوال سازمان څخه د امریکا تر وتلو وروسته، د دغه سازمان مشر د متحده ایالاتو پر دې اقدام سختې نیوکې کړې، او په دې برخه کې یې د امریکا دلایل ناسم بللي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له دوی سره د امریکا غړیتوب ارزښتمن بللی و او اندېښنه ښودل شوې چې د امریکا له وتلو وروسته به د ټولې نړۍ روغتیايي وضعیت لا ناخوندي شي. 

د دغه سازمان مشر همدراز ویلي چې امریکا د روغتیا نړیوال سازمان بنسټ اېښی او د دوی رول ډېر مهم و. نوموړي هیله ښودلې چې د امریکا متحده ایالات به بېرته یاد سازمان ته ور ګډ شي. 

دوې ورځې مخکې امریکا په رسمي ډول د روغتیا په نړیوال سازمان کې خپل غړیتوب پای ته ورساوه.

د یادولو ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتو وروسته یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې متحده ایالات د ځینو لایلو له امله د یاد سازمان غړیتوب پرېږدي.

بلخوا یو شمېر کارپوهانو هم د امریکا دغه اقدام د ټولې نړۍ د روغتیايي وضعیت لپاره خطرناک بللی دی. 

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه