د افغانستان د فوټبال فدراسیون ریس او د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د تخنیکي او پراختیایي کمیټې غړی محمد یوسف کارګر، د اسیا د فوټبال کنفدراسیون په رسمي غونډه کې، په هرات او غزني ولایتونو کې د فوټبال د میدانونو د بیارغونې او همدارنګه په لوګر ولایت کې د نوي سپورتي ډګر د جوړولو قرارداد ترلاسه کولو کې بریالی شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن (شنبه، د فبروري ۲۵مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا غونډه د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) د استازو اندري، سنجیو او نهمت او د آسیا د فوټبال کنفدراسیون د استازو وحید کارداني، یوګیش او روزبه په شتون کې ترسره شوه.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، غونډې په کندهار او بلخ ولایتونو کې د فوټبال د میدانونو د جوړولو پروژې هم وروستۍ کړې، او د بدخشان د لوبغالي د جوړولو او د کابل د لوبغالي د بیارغونې په اړه بحثونه دوام لري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ټینګار کړی چې د دې پروژو په پیل او پلي کولو سره به د هېواد فوټبال د ودې او پرمختګ نوي پړاو ته ننوځي، او په ملي کچه به د ځوانو استعدادونو د پېژندنې او پراختیا لپاره یو مناسب چاپیریال چمتو شي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د فوټبال میدانونه یوه جدي اړتیا ګڼل کیږي. په افغانستان کې د فوټبال لوبغاړي اوس مهال د میدانونو له کمښت سره مخ دي.
د دې میدانونو په جوړولو سره به د فوټبال لوبغاړو ستونزې تر یوې اندازې پورې حل شي.


