خانهافغانستانننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړې پرمهال یو کس مړ، درې...

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړې پرمهال یو کس مړ، درې ټپيان شوي

د ننګرهار مسوولین وایي، د یاد ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې پرمهال یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا شخړه کوڅې ته د بامونو واورې اچولو په خاطر د لفظي شخړې په پایله کې رامنځته شوې ده. 

د مسوولینو په وینا چې د پېښې عاملین نیول شوي او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.  

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کورنیو ترمنځ شخړې رامنځته شوې چې له امله یې لسګونه کسانو ژوند بایللی دی. 

د یادولو ده چې په هېواد کې دا ډول پېښې تر ډېره د غوسې، ناسم‌پوهاوي په پایله کې رامنځته کېږي.  

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې درنې واورې وشوې چې له امله یې تر دې دمه له ۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او میلیونونه کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي. 

بلخوا ډېری هېوادوالو سږنۍ واورې ته خوشاله دي او دا د یو اباد کال لپاره  مهمه بولي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه