خانهنړۍ"اسرائیل پر ایران د برید په لټه کې دی"

“اسرائیل پر ایران د برید په لټه کې دی”

په ایران کې له پراخو خونړیو لاریونونو وروسته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» ویلي چې اسرائیل یو وار بیا پر ایران د برید هڅې پیل کړې دي.  

د رویټرز په راپور کې د فیدان له قوله ویل شوي چې دوی هیله‌من دي، اسرائیل له بدیلو لارو کار واخلي، خو اټکل کوي چې د تهران او تل‌ابیب د بیا جګړې او نښتې امکان ډېر شوی دی. 

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر ایران  د برید خبرداری ورکړی و، خو بلخوا یو شمېر هېوادونو له واشنګټن غوښتي وو چې له دا ډول اقدام لاس واخلي.

ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د پرمختللو تجهیزاتو بېړۍ یې سیمې ته استولې دي. 

د تهران او واشنګټن دا کړکېچ  په ایران کې له پراخو لاریونونو وروسته پیل شو چې پرمهال یې نږدې دوه‌نیم زره لاریونوال ووژل شول او زرګونه د حکومت له لوري ونیول شول. 

هغه مهال امریکا ویلي وو چې ایران په لوی لاس لاریون کوونکي وژني او دا کار به خطرناکې پایلې ولري. 

بلخوا ایراني چارواکو هم ویلي وو چې تهران له چا سره جګړه نه غواړي، خو ټینګار کوي که برید پرې وشي، هر ډول اقدام کولای شي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه