خانهافغانستاند پاکستان له بندخونو له ۱۰۰ ډېر افغان کډوال ازاد شوي

د پاکستان له بندخونو له ۱۰۰ ډېر افغان کډوال ازاد شوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، توقیف او جبري رالېږلو په دوام، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې تازه د پاکستان له بندخونو ۱۲۳ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې یاد کسان له یوې ورځې تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو، چې د سپین بولدک د لېږد امریت کې تر ثبت او مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږل شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او له یاد هېواد څخه په جبري توګه راستنول په بېسارې توګه زیات شوي دي.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ هم اندېښنه ښودلې چې پاکستاني حکومت د افغان کډوالو نیول، ځورول او په جبري ډول ایستل زیات کړي دي.

دې ادارې تر دې مخکې هم ویلي وو چې پاکستانی حکومت باید د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ ودروي او د کډوالو له توقیف څخه دې لاس واخلي. 

بلخوا اسلامي امارت ویلي چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه