د میدانوردګو مسوولین وایي چې د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه د واورې او طوفانونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
د دغه ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست د خبرپاڼې له مخې چې نه یوازې لارې تړل شوې، بلکې د میدانوردګ ولایت په ځینو سیمو کې ترافیکي پېښې هم شوې او یو شمېر موټر ښویېدلي دي.
سرچینې لیکلي چې د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند شپږ کلا(شش قلعه)،هفت اسیاب، لوړې اړوند سیمو کې زیاتې واورې اورښت له امله تړل شوې دي.
مسوولینو له خلکو غوښتي چې د لارو تر بیا پرانیستلکېدو پورې له هر ډول تګ راتګ ډډه وکړي.
بلخوا د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو هم په ټولنیزو پاڼو د زیات ورښت په اړه خبر ورکړی او په وینا یې چې د هرې ولسوالۍ لارې تړل شوې دي.
دوی هم له خلکو غوښتي چې د لارو تر بیا پرانیستلکېدو پورې له تګ راتګ ډډه وکړي.
د یادولو ده چې له پرون راهیسې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې دروند واورین ورښت پیل شوی او ورسره سم په ځینو سیمو کې چټک بادونه او طوفانونه هم شته.


