د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) تېره ورځ چهارشنبې اعلان وکړ، چې د سوریې په ختیځ کې د نیول شویو داعش غړو د لېږد بهیر عراق ته پیل شوې ده.
سینټکام وویل چې د دې اقدام هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې دا کسان په خوندي بند ځایونو کې ساتل کیږي او د دوی د احتمالي تېښتې مخه نیول کیږي.
د دې پروسې په لومړي پړاو کې، امریکایي ځواکونو په بریالیتوب سره د داعش ۱۵۰ غړي چې د سوریې د حسکه ښار په بند ځای کې ساتل کېدل، په عراق کې خوندي ځای ته لیږدولي دي.
راپور کې ویل شوي چې که دا پروسه دوام ومومي، نو تر ۷۰۰۰ پورې د داعش بندیان له سوریې څخه د عراقي حکومت تر کنټرول لاندې تاسیساتو ته لېږدول کیدی شي.
د سیمهییزو شریکانو سره د امریکایي ځواکونو نږدې همغږۍ ته په اشارې سره، د سینټکام قوماندان براډ کوپر د داعش د تلپاتې ماتې په یقیني کولو کې د دې همکارۍ رول خورا مهم وباله. هغه وویل چې د بندیانو منظم او خوندي لیږد د دوی د احتمالي تیښتې مخنیوي لپاره اړین دی، کوم چې د هغه په وینا د سیمې او متحده ایالاتو امنیت ته مستقیم ګواښ کېدی شي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ دا هم اعلان وکړ چې تېر کال په سوریه کې د داعش له ۳۰۰ څخه ډېر غړي نیول شوي او په ورته موده کې د دې ډلې له ۲۰ څخه زیات غړي وژل شوي دي.


