د غزني مسوولین وایي وایي، د یاد ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د ۱۰٫۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د خبرپاڼې له مخې چې په یاده شبکه کې د (۱۰۰) مترو په ژوروالي د دوو څاګانو کیندل، (۶۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د (۱۰۱۲۹) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۱۷۳) شیردهنونو نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړي کلي (۳۹۶) فامیلونو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د مسوولینو په وینا چې د خلګو همکاري د پرمختګ بنسټ دی، ترڅو دا خدمتونه اوږدمهاله او ګټور پاتې شي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونه شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.


