خانهافغانستانټرمپ: د تخلیې عملیات باید د بګرام پوځي اډې څخه شوي وای

ټرمپ: د تخلیې عملیات باید د بګرام پوځي اډې څخه شوي وای

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینه ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا ایستل باید د بګرام پوځي اډې څخه شوي وای.

د کابل هوايي ډګر ته نږدې د تخلیې د عملیاتو په جریان کې د خونړۍ چاودنې ته په اشارې سره، چې ۱۳ امریکایي سرتېري یې ووژل، ټرمپ دا پېښه د “امریکا په تاریخ کې تر ټولو ټیټه نقطه” وبلله. هغه دا پیښه او هغه طریقه چې د وتلو پروسه یې اداره کړې وه د امریکا د پخوانۍ ادارې لخوا یوه تېروتنه وګڼله او ویې ویل چې د دې مسوولیت د هغه وخت د امریکا د ولسمشر جو بایډن په غاړه دی.

د امریکا ولسمشر دا هم ټینګار وکړ چې هغه هم له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو اراده درلوده، خو هغه به دا په بل ډول ترسره کړی وای. د ټرمپ په وینا، که هغه دا اداره کړې وای، د ځواکونو ایستل به په “وقار او ځواک” سره ترسره شوي وای.

متحده ایالاتو په ۲۰۲۱ کال کې له نږدې دوه لسیزو پوځي شتون وروسته له افغانستان څخه خپل سرتېري وایستل. دا پروسه د چټکو امنیتي پرمختګونو، د کابل سقوط او د ښار له هوايي ډګر څخه د لویې کچې د تخلیې عملیاتو سره مل وه. د عملیاتو په جریان کې د کابل هوايي ډګر ته نږدې ځانمرګی برید د امریکایي ځواکونو لپاره یو له خونړیو پېښو څخه و او د امریکا په کورني سیاست کې یوه جنجالي موضوع پاتې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه