خانهافغانستانننګرهار د ۵۰ تنکیو ونو پرې‌کولو په جرم پنځه کسان نیول شوي

ننګرهار د ۵۰ تنکیو ونو پرې‌کولو په جرم پنځه کسان نیول شوي

د ننګرهار مسوولینو د یاد ولایت په بټي‌‌کوټ ولسوالۍ کې د هغو پنځو کسانو له نیول‌کېدو خبر ورکړی چې ۵۰ په ثمر رسېدلې ونې یې پرې کړې وې. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دغو کسانو خپل جرم منلی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

د مسوولینو په وینا چې دغو کسانو ۵۰ د شفتالو ونې پرې کړې وې.

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته لسګونه پېښې شوې او په تړاو یې ګڼ‌شمېر کسان نیول شوي هم دي.

په افغانستان کې دا ډول پېښې تر ډېره د شخصي دښمنیو او د ځمکې ملکیت پر سر د ناسم پوهاوي په پایله کې رامنځته کېږی.  

څو موده مخکې هم په ننګرهار کې یو شمېر کسان د تنکیو ونو د پرې‌کولو په تړاو نیول شوي وو.

بلخوا اسلامي امارت ټینګار کړی چې په ټولنه کې به د ورته پېښو مخنیوی په جدي توګه کېږي او له خلکو یې یې غوښتي چې له دا ډول پېښو ډډه وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه