خانهنړۍچیلي کې د ځنګلي اورلګېدنې له امله تر دې دمه د ۲۰...

چیلي کې د ځنګلي اورلګېدنې له امله تر دې دمه د ۲۰ کسانو مړینه تایید شوې 

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د سویلي امریکا د «چیلي» هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځنګلي اورلګېدنې له امله تر دې دمه ۲۰ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي. 

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې دا مهال له ۳۰ ډېرو بېلابېلو سيمو کې اورلګېدنه دوام لري او سلګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې په یاد هېواد کې د لوړې تودوخې او توندو بادونو له امله اټکل کېږي چې په بېلابېلو سيمو کې نوې اورلګېدنې هم رامنځته او د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شي.

بلخوا د هواپېژندنې نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې د مرکزي او جنوبي چیلي يو شمېر سيمې تر شدیدې ګرمۍ لاندې دي، چې ښايي تودوخه پکې تر ۳۷ سانتي‌ګرادو پورې ورسېږي.

د یادولو ده چې د ارام سمندر پر غاړه دغه پروت هېواد کې تر دې مخکې هم ورته خونړۍ اورلګېدنې رامنځته شوې چې په پایله کې یې سلګونه کورنه سوځېدلي او زرګونه کسانو پکې ژوند بایللی دی.

ځنګلي اورلګېدنې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي چې ستر لامل یې اقلیمي بدلون او د تودوخې لوړه درجه ښودل کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه