د سرپل ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «خواجهجوش» سیمه کې د واورین ورښت او سختې یخنۍ له امله یو کس مړ او دوه کسان نور ژغورل شوي دي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا درې کسان تېره شپه د کوهستانات – البدر ولسوالیو په لاره شوې په واوره بند پاتې شوي وو چې په پایله کې یو کس مړ او دوه نور ژغورل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا کسان د کوهستانات ولسوالۍ د «قلعهشهر» کلي اوسېدونکي وو او البدر ولسوالۍ ته یې سفر کاوه چې په واوره کې بند پاتې شوي وو.
د دغه ولایت ځایي مسوولینو له خلکو غوښتي چې د هوا تر برابرېدو پورې په دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي او یا دې د سفر ځانګړي وسایل له ځان سره ولري.
د یادولو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په سرپل کې د درانه واورین ورښت راپورونه ورکول کېږي. په تېرو کلونو کې هم په دې لاره د سختو ورښتونو له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی و.


