خانهساېنس او ټکنالوژيد بریټانیا حکومت ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کوي

د بریټانیا حکومت ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کوي

بریټانیایي چارواکي وایي چې د دغه هېواد پر ماشومانو د ټولنیزو رسنیو کارونې د بندیز په اړه غور کېږي او ښايي ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع شي. 

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د بریټانیا حکومت په دې اړه نظرونه څېړلي، چې له مخې به یې په ښوونځیو کې هم د زده‌کوونکو له لوري د مبایل کارونې په اړه ځینې سپارښتنې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یو کال مخکې استرالیا هم له ۱۶ کلنۍ کم‌عمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع کړي وو.  

استرالیا هغه مهال ویلي وو چې ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو رواني روغتیا ته زیان رسوي او له حقیقي ټولنیز ژوند څخه لاس پر سر کېږي. 

د یادولو ده چې استرالیا د هغه اقدام یو بل لامل د شخصي معلوماتو خوندیتوب ښودلی و او ویلي یې وو چې ماشومان ډېر ځله دا درک نه لري چې شخصي معلومات خوندي کړي. 

د راپورونو له مخې چې له استرالیا او بریتانیا وروسته ښايي په ځینو نورو هېوادونو کې هم ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارونې منع شي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه