د اسپانیا په سویل کې د دوو تېز سرعته رېلګاډو ترمنځ د وړمې ورځې خونړي ټکر له امله د مړو شمېر ۴۰ ته رسېدلی او د ۱۵۲ نورو کسانو ټپيکېدل تایید شوي دي.
پرون د اسپانیا دولتي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد په «ادموز» سیمه کې د دوو رېلګاډو د ټکر له امله ۲۱ کسان مړه، لسګونه ټپيان او ځینې لا هم په اورګاډو کې بند پاتې دي.
خو تازه د دغه هېواد رسنیو د دې خونړۍ پېښې له امله د مړو شمېر ۴۰ او د ټپيانو شمېر ۱۵۲ اعلان کی دی.
د راپورونو له مخې چې په دغو رېلګاډو کې تر ۳۰۰ ډېرې سپرلۍ وې او لامل یې زیات سرعت ښودل شوی دی.
ویل کېږي چې د ټکر پرمهال د اورګاډو وروستي واګونه له پټلۍ وتلي او مرګژوبله یې اړولې ده.
د هسپانیايي رسنیو په راپورونو کې همداراز ویل شوي چې له دې خونړۍ پېښې وروسته رېلګاډي بېرته خپلو لومړنیو تمځایونو ته استول شوي او د مړینې د زیاتېدو اټکل شوی دی.
بلخوا د دغه هېواد چارواکو پر دې خونړۍ پېښې خواشیني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
تر دې مخکې هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د رېلګاډو د ټکر او چپهکېدو ورته خونړۍ پېښې شوې چې له امله یې زرګونه کسانو ژوند بایللی دی.
د یادولو ده چې په نړۍ کې رېلګاډو د ټکر یا چپهکېدو پېښو لامل تخنیکي ستونزې او زیات سرعت ښودل کېږي.


