د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبډله نن د ماښام په ۷:۰۰ بجو د (اي انډ) جام شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبډله نن(دوشنبه، د مرغومي ۲۹مه) د ماښام په ۷:۰۰ بجو د (اي انډ) جام شل اوریزو سوپرکولا وړاندې کوونکو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
کرکټ بورډ تر دې وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د ملي لوبډلې د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی وو.
باید وویل شي چې له ویسټ انډیز سره شل اوریزه لوبلړۍ موخه نړیوال جام ته د افغان لوبډلې تیارۍ ښودل شوی دی.
له دې سره د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان به په داسې حال کې د لوبې ډګر ته ښکته شي چې د نویو ریکارډونو په درشل کې دی، راشد خان یوازې ۹ نورو ویکټو ته اړتیا لري چې په شل اوریزو لوبو کې یې د ویکټو شمېر ۷۰۰ ته لوړ شي.
د یادولو ده چې ټاکل شوې ده شل اوریز نړیوال جام به د روان ۲۰۲۶ کال په فیبرورۍ کې پیل شي.


