خانهافغانستاند اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

د اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

د اريانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د نويو بنسټيزو پرمختګونو په دوام، د دغه شرکت يوه ځانګړې چارټر کارګو (Boeing-737-300) الوتکه نن کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده، چې د سوداګريزو اموالو د لېږد په موخه به د دهلي سکټور لپاره ځانګړې شي.

د اريانا افغان هوايي شرکت نن(دوشنبه، د مرغومي ۲۹مه) ویلي، دغه کارګو الوتکه يو مسير د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه وزن د لېږد ظرفيت لري او د متحده عربي اماراتو د سرپلیکس قراردادي کمپنۍ سره يې د شپږو مياشتو لپاره رسمي تړون ترسره شوی دی.

د اريانا افغان هوايي شرکت ريس محترم الحاج ملا بخت‌ الرحمن شرافت په دې اړه زیاته کړې، چې دا له ملي سوداګرو سره د اريانا د ترسره شويو ژمنو د عملي کولو يوه برخه ده.

د نوموړي په وينا، د کارګو شبکې د پراختيا، د ملي اقتصاد د پياوړتيا، د هوا له لارې د صادراتو او انتقالاتو د زياتوالي او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د ظرفيت لوړولو په موخه د اريانا هڅې دوام لري.

د دې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته دا فرصت برابر شي، ترڅو خپل سوداګريز اموال پر وخت، په ارزانه، خوندي او چټکه توګه نړيوالو بازارونو ته ولېږدوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه