د امریکا په متحدینو باندې د سوداګریزو تعرفو د لګولو په اړه د ګواښونو او همدارنګه د ګرینلینډ د ترلاسه کولو لپاره د هغه د جنجالي پلان وروسته، د اروپایي مشرانو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوي او په اروپایي ټولنې او انګلستان کې محتاط غبرګونونه راڅرګند شوي دي.
د اروپايي شورا ریس انتونیو کوستا اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د ګرینلینډ په اړه یوه ځانګړې غونډه جوړه شي ترڅو د دې پرمختګونو سیاسي او امنیتي اړخونه وڅېړل شي.
د هغه په وینا، د غونډې موخه د اروپایي هېوادونو د دریځونو همغږي کول او د اتلانتیک په ټرانس اتلانتیک اړیکو کې د هر ډول نوي کړکیچ مخه نیول دي.
ګرینلینډ په وروستیو کلونو کې د خپل ستراتیژیک موقعیت او طبیعي سرچینو له امله د جیوپولیټیکل سیالۍ یوه حساسه نقطه ګرځېدلې ده.
په ورته وخت کې، د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر، د ټرمپ د نویو تعرفو ګواښونو په ځواب کې، دا چلند “غلط” وباله او ټینګار یې وکړ چې د واشنګټن په متحدینو باندې د اقتصادي فشار پلي کول نه یوازې د نړیوال اقتصاد ثبات ته زیان رسوي، بلکې د امریکا او اروپا ترمنځ اوږدمهاله اړیکې هم کمزورې کوي.
شنونکي په دې باور دي چې دا بدلونونه د ټرمپ د یو اړخیزو پالیسیو د احتمالي بیرته راستنیدو په اړه د اروپا د ګډوډۍ او اندېښنې نښه ده؛ هغه پالیسۍ چې کولی شي د اتلانتیک د دواړو غاړو ترمنځ اقتصادي، امنیتي او سیاسي همکارۍ ته نوي ننګونې رامنځته کړي.


