د عراق حکومت اعلان کړی چې امریکايي ځواکونه د عراق په فدرالي خاوره کې له نظامي تاسیساتو څخه په بشپړ ډول وتلي دي.
بلخوا امریکايي رسنیو هم راپور ورکړی چې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د مشاورینو وروستۍ ډله د عراق په «انبار» ولایت کې له «عینالاسد» اډې څخه وتلې ده.
په راپورونو کې ویل شوي چې بهرنیو ځواکونو په عراق کې ټول پوځي تاسیسات عراقي ځواکونو ته سپارلي او اوسمهال امریکايي ځواکونه یوازې د اربیل ولایت په هوايي اډه کې حضور لري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د عراق دفاع وزارت د دغه هېواد له عینالاسد هوایي اډې څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو خبر ورکړی و.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونه له دې اډې وتلي او هلته یې چارې عراقي ځواکونو ته سپارلې دي.
د یادولو ده چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له ډېرو کلونو راهیسې د عراق د بېلابېلو ولایتونو په نظامي تاسیساتو کې ځای پرځای و او څو ځلې پرې سخت توغندیز بریدونه هم شوي وو.


