خانهافغانستاند کابل په «ده‌سبز» کې د ۳ میلیون ډالرو په لګښت سړه...

د کابل په «ده‌سبز» کې د ۳ میلیون ډالرو په لګښت سړه خونه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د کابل د «ده‌سبز» ولسوالۍ په صنعتي پارک کې د ۳ میلیون ډالرو په لګښت سړه خونه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا سړه خونه په شپږ جریبه ځمکه کې جوړه او د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې ظرفیت لري. 

سرچینې لیکلي چې یاده سړه خونه د کرنې او مالدارۍ مرستیال، صدر اعظم عثماني، د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق مسوولینو او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوې ده.

په دې مراسمو کې د کرنې وزارت مسوولینو ټینګار کړی چې د دا ډول تأسیساتو پراختیا کولی شي د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې د کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو مخه ونیسي او دا د هېواد د بزګرانو، سوداګرو او ښاریانو لپاره یو اساسي اړتیا بلل کېږي.

د مسوولینو په وینا چې په روان کال کې د کابل ولایت په کچه نږدې ۱۱۰ واړه او لوی نوې سړې خونې جوړې شوې، بیارغول شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه