خانهافغانستانپرون له ګاونډیو هېوادونو نږدې ۵۰۰ نورې کډوالې کورنۍ راستنې شوې 

پرون له ګاونډیو هېوادونو نږدې ۵۰۰ نورې کډوالې کورنۍ راستنې شوې 

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري را ایستلو په دوام، پرون له بېلابېلو لارو ۴۹۱ نورې کډوالۍ کورنۍ راستنې شوې دي.  

د اسلامي امارت کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې پرون شبنې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۷، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳، د سپين بولدک له لارې ۵۳، د تورخم له لارې ۴۱۰ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د راپور له مخې چې ۶۹۰ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۵۵۷ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي. 

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ راپور ورکړی و چې روانه میاشت په پاکستان کې د افغانانو نیول او توقیف کول ۱۷ سلنه زیات شوي دي. 

دې ادارې مخکې هم له ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتي وو چې د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ ودروي. خو هاخوا پاکستان او ایران بار بار ویلي چې دوی به له خپلو هېوادونو څخه ټول افغان کډوال وباسي. 

بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه