خانهنړۍانګلستان نږدې ۵۰ زره کډوال له دغه هېواده ایستلي دي

انګلستان نږدې ۵۰ زره کډوال له دغه هېواده ایستلي دي

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ۲۰۲۴ کال راهیسې، «د ناقانونه پاتې کېدو د کنټرول ټینګولو» د هڅو یوې برخې په توګه یې نږدې ۵۰ زره کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ۲۰۲۴ کال د جولای راهیسې، نږدې ۵۰ زره هغه کسان چې په قانوني توګه په دغه هېواد کې د پاتې کېدو اجازه نه درلوده، شړل شوي دي. دغه وزارت وویل چې دا اقدامات د کډوالۍ قوانینو د پلي کولو او د ناقانونه پاتې کېدو باندې د کنټرول د ټینګولو د هڅو د یوې برخې په توګه اخیستل شوي دي.

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ(جمعه، د جنوري ۱۶مه) ویلي، په دې خلکو کې هغه کسان شامل دي چې د پناه‌غوښتنې ادعاوې یې رد شوې وې یا بهرني مجرمین وو. او همداراز هغه خلک چې د انګلستان د کډوالۍ قوانین یې مات کړي وو هم شړل شوي دي.

د برتانکورنیو چارو وزارت چارواکو ټینګار وکړ چې د دې پروسې موخه  یې”د کډوالۍ سیسټم کنټرول بېرته راوستل” او په هېواد کې د ناقانونه پاتې کېدو کمول دي.

انګلستان دا اقدامات د کډوالۍ سیسټم او سرحدونو کنټرول بېرته راوستلو لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه تشریح کړي دي، او ویلي یې دي چې دا د کډوالۍ د پراخو اصلاحاتو د یوې برخې په توګه ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه امریکا هم اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو کډوالو د پناه‌غوښتنې کېسونه یې په بشپړ درولي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه