د ا.ا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې په هرات ولایت هغه دښمني پایته رسول شوې چې پرمهال یې له دواړو لوریو څخه دوه کسان پکې وژل شوي وو.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا دښمني د هرات ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسوولینو له لوري حل شوې او دواړه لوري يې سره غاړه غړۍ کړي دي.
سرچینې لیکلي: “دې شخړې پر مرګژوبلې سربېره لوی اختلافات، ګواښونه او د نورو وژنو احتمالي مسايل له ځان سره لرل، خو مسوولینو ورته پای ټکی کېښود.“
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولینو ویلي چې په ورته مهال د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر رامنځتهشوې ۱۶ کلنه شخړه هم حل شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا شخړه د کونړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رییس، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب حل او ښکېل اړخونه يې سولې ته رابللي دي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په یو شمېر ولایتونو کې د کورنیو او قومونو ترمنځ بېلابېلې شخړې او دښمنۍ پایته رسول شوې او ځینې آن په دوستۍ بدلې شوې دي.


