خانهنړۍاحمد شرع «کردي» د سوریې ملي ژبه اعلان کړه

احمد شرع «کردي» د سوریې ملي ژبه اعلان کړه

د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر، احمد شرع وایي چې کردان د سوریې نه‌بېلېدونکې برخه ده او هلته مېشت کردانو ته به تابعیت ورکول کېږي. 

شرع کردانو ته د برابرو حقونو د ورکړې په اړه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ لیکلي چې «کردي» د سوریې ملي ژبه ده.

د سوریې رسنیو د احمد شرع په حواله راپور ورکړی چې کردي به د سوریې ملي ژبه وي او هلته مېشت کردانو ته به د سوریې تابعیت ورکول کېږي. 

د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر واک ته رسېدو وروسته په کور دننه د تاوتریخوالي کمولو او همداراز له سیمې او نړۍ سره د نویو اړیکو د جوړولو هڅې پيل کړې دي. 

نوموړي څه باندې یو کال مخکې د نظامي حرکت له لارې د سوریې مخکنی ولسمشر، بشارالاسد له هېواده وتلو ته اړ کړ او په سوریه کې یې لنډمهالی حکومت اعلان کړ. 

نوموړي واک ته له رسېدو وروسته د امریکا په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره د نویو اړیکو د پیلېدو هڅې پیل کړې او په همدې موخه یې څو ځلې د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره هم کتنې وکړې. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه