خانهافغانستانبدخشان کې د موټر چپه‌کېدو په پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله...

بدخشان کې د موټر چپه‌کېدو په پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د بدخشان مسوولینو د یاد ولایت په «کشم» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د دریو کسانو د مړینې او دوو نورو له ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه نن (جمعه، جدې ۲۶مه) د کشم ولسوالۍ په «چهارمغز دره» سیمه کې د پاسو ډوله موټر د چپه‌کېدو له امل شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي وه او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

څه موده مخکې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو موټرو کې د جي ‌پي اېس الو د نصب خبر هم ورکړی و.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه