خانهافغانستانجاپان د هېواد د روغتیا او رواني ټولنیزو خدماتو د ملاتړ لپاره...

جاپان د هېواد د روغتیا او رواني ټولنیزو خدماتو د ملاتړ لپاره ۳ یملیون ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق نن اعلان وکړ، چې د جاپان حکومت په افغانستان کې د روغتیا او رواني ټولنیزو خدماتو د ملاتړ لپاره ۳ یملیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق نن(پنجشنبه، د مرغومي ۲۵مه) اعلان وکړ، چې د جاپان حکومت په افغانستان کې د روغتیا او رواني ټولنیزو خدماتو د ملاتړ لپاره ۳ یملیون ډالر ځانګړي کړي دي.

دا مرسته به په دایکندي، فاریاب، خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې ۶۰ کورنۍ روغتیايي کورونه (FHBs) پیاوړي کړي ترڅو دوی وکولی شي حیاتي خدمات، په ځانګړې توګه د مور او ماشوم روغتیا ته دوام ورکړي.

دغه بنسټ ټینګار وکړ چې دا ملاتړ د نړیوالو هڅو یوه برخه ده چې د ټولنې روغتیا ښه کړي او اړینو خدماتو ته د خلکو لاسرسی ښه کړي.

کورنۍ روغتیايي کورونه د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د اصلي مرکزونو په توګه پېژندل شوي دي. د جاپان حکومت لخوا د دې مرستې په څیر نړیوالې مرستې به د دې مرکزونو ظرفیت لوړ کړي او د مور او ماشوم روغتیا ښه کولو کې مرسته وکړي او کورنیو ته رواني ټولنیز ملاتړ چمتو کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه