د ننګرهار مسوولینو د یاد ولایت په «سرخرود» ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړې پرمهال د یو کس وژلکېدو او دوو نورو له ټپيکېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې د قلعهشاهي په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د یو لوري ۲۲ کلن ځوان ژوند له لاسه ورکړی او د بل لوري دوه تنه ټپیان شوي دي.
سرچینې لیکلي: “د پېښې له رامنځته کېدو سره سم امنیتي پولیس سیمې ته رسېدلي، ساحه یې تر کنټرول لاندې راوستې او لومړنۍ قانوني چارې یې ترسره کړې دي. د مړ شوي کس جسد د عدلي طب څانګې ته لېږدول شوی او تر لازمې معاینې وروسته د هغه ورثوو ته سپارل شوی دی.”
د خبرپاڼې له مخې چې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته انتقال شوي او وضعیت یې تر څار لاندې دی. د پېښې په تړاو اړوند کسان نیول شوي او موضوع تر عدلي او قضایي ارګانونو د قانوني څېړنو لاندې ده.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ له خلکو غوښتي چې د هر ډول اختلافاتو د حل لپاره له قانوني لارو چارو استفاده وکړي او له ځانسري کړنو ډډه وکړي.


