د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي چې اوسمهال په ایران کې د لاریونوالو ډلهییز وژلکېدل درول شوي او دا خبره یوې مهمې سرچینې ورته کړې ده.
د رویټرز په راپور کې د ټرمپ په حواله ویل شوي چې نوموړي ته دا خبره یوې مهمې سرچینې کړې ده، او په وینا یې چې اوسمال د ایراني لاریونوالو د وژلو پلان نهشته.
د ټرمپ له دې څرګندونو مخکې رویټرز د دوو اروپايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ښايي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې امریکا د ایران پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې په قطر کې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه «العدید» هم تخلیه شوه.
بلخوا ایراني چارواکو خبرداری ورکړی و چې که امریکا د ایراني لاریونوالو په خاطر د دوی پر وړاندې پوځي اقدام وکړي، نو دوی به په ټوله سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.
د یادولو ده چې د امریکا او ایران اړیکې په وروستیو کې په ایران کې د پراخو حکومت ضد لاریونونو له امله ترینګلې شوې دي.


