په انقره کې د ا.ا سفارت اعلان وکړ، چې په ترکیه کې د ا.ا سفیر شیخ صنیعالله فرهمند د خپل ملګري پلاوي سره یوځای د ترکیې د کلتور او ګرځندوی مرستیال وزیر سردار چام سره وکتل.
په انقره کې د ا.ا سفارت نن(چهارشنبه، د مرغومي ۲۴مه) اعلان وکړ، چې په ترکیه کې د ا.ا سفیر شیخ صنیعالله فرهمند د خپل ملګري پلاوي سره یوځای د ترکیې جمهوریت د کلتور او ګرځندوی مرستیال وزیر سردار چام سره وکتل.
په دې غونډه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اوږدمهاله تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکو په اړه بحث وکړ. سفارت ټینګار وکړ چې دواړو لوریو د دې ګډو اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او د متقابل درناوي په چوکاټ کې یې د کلتوري او ګرځندوی همکارۍ د پراخولو غوښتنه وکړه.
کارپوهان وايي چې دا غونډه د ا.ا د ډیپلوماتیکو هڅو منعکس کوي چې له ترکیې سره په کلتوري او تاریخي برخو کې اړیکې پراختیا ومومي، کوم چې کولی شي په راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو لپاره لاره هواره کړي.


