د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې لسو انتنونو د انټرنټ ظرفیت 4G ته لوړ شوی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي په اېکسپاڼه لیکلي چې دا سایټونه د مخابراتو وزارت اترا ادارې د ټي ډي ایف له بودیجې د کونړ ولایت د مرکز اړوند څاګي سیمې، خاص کونړ ، څوکۍ ، سرکاڼو، شیګل، شلتن، وټه پور، چپې درې او اسمار ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د ښاغلي الکوزي په وینا چې د غوره مخابراتي او انټرنټي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه د دغو انتنونو د چوپړتیاو ظرفیت 4G ته لوړ شوی دی.
عنایت الله الکوزي همداراز لیکلي چې له دې سره به د یادو سیمو اوسېدونکي وکولای شي چې چټک انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ولري. \
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په نږدې راتلونکې کې به د کونړ ولایت یو شمېر نورو سیمو کې هم د مخابراتي انټنونو ظرفیت4G ته ارتقاء وکړي.
تر دې مخکې هم د یو شمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د لسګونه مخابراتي سایټونه د انټرنټ ظرفیت 4G ته لوړ شوی و.


