خانهافغانستانغزني کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو...

غزني کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي

د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت په «ګیرو» ولسوالۍ کې د ۱۱٫۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د دغه ولایت کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې چې د دې شبکې د جوړولو چارې د ګیرو ولسوالۍ په «ناني غونډ» کلي کې پیل شوې دي.

سرچینې لیکلي چې په دې شبکه کې د ۱۰۰‎ مترو په ژوروالي د دوو څاه کیندل، ۱۰۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۲۱ زره ۸۰۶ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۲۴۹‎ کوچنیو نلکو نښلول شامل دي.

د مسوولینو په وینا چې د دې شبکې د کار پرمهال به لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړي کلي ۶۸۰‎ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست همداراز لیکلي چې د دې شبکې د جوړولو چارې د ځایي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په یو شمېر هېوادونو کې د څښاک پاکو اوبو لسګونه شبکې جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه