په ایران کې د حکومت ضد پراخو لاریونونو په دوام، د تهران لپاره د امریکا انلاین سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي او د امکان تر حده دې د یاد سفارت له مرستې پرته خپل امنیت ته پام وکړي.
د امریکا سفارت په ایران کې امریکايي وګړو ته سپارښتنه کړې چې دوی یې د امنیت تضمین نهشي کولای او د امکان تر حده دې خپل ځانونه خوندي کړي.
تر دې مخکې د بریتانیا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له خپلو وګړو غوښتي وو چې ژر تر ژره له ایران څخه ووځي.
دا خبرداري داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو نږدې دوو اوونیو راپدېخوا په ایران کې د حکومت ضد پراخ لاریونونه پیل شوي چې په پایله کې یې تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰ کسان وژل شوي دي.
بلخوا د ایران حکومت هلته روان لاریونونه بهرنۍ دسیسه بللې او لاریونوالو ته یې د «ترهګرو» خطاب کړی دی.
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې ویلي چې هلته د لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو وژل کېدل غندلي او ویلي یې دي چې د ایران دښمن داسې ترهګر ورلېږلي چې جوماتونه او بازارونه یې سوځولي دي.
د یادولو ده چې پرون په ایران کې د امنیتي ځواکونو د وژلکېدو په خاطر ملي ماتم هم اعلان شوی و چې له حکومت څخه په ملاتړ زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي وو.


