د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت په «آببند» ولسوالۍ یوه ښځه له ۱۵ کلن کورني بند څخه ازاده شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې دا ښځه له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د خپل خسر او تره له لوري په یوه تنګه خونه کې ساتل کېده.
مسوولینو په ټولنیزو پاڼو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري یوه ښځه چې غالب ځوانه نجلۍ ښکاري د کنډوالو ترڅنګ په یوه تنګه خونه کې ساتل کېده چې له پنځلسو کلونو وروسته د ځايي مسوولینو له لوري ژغورل شوې ده.
سرچینې لیکلي چې راخوشې شوې مېرمن له جدي رواني ستونزو سره مخ شوې او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه مېرمنې له کورني بند څخه راخوشې شوې دي.
په افغانستان کې دا ډول پېښې تر ډېره د کورني تاوتریخوالي او جبري نکاح له امله رامنځته کېږي چې زړهبوږنوونکې پایلې لري.


