د سرپل مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي او د دوی له منګولو یې دوه ماشومان ژغورل شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د سرپل د مرکز اړوند په «کینتي» کلي ژغورل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا ماشومان د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پرمهال ژغورل شوي او نیولشوي انسانتښتوونکي له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شوي دي.
تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د لسګونه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي وو.
په افغانستان کې دا ډول پېښې تر ډېره د پیسو د ترلاسهکولو په موخه کېږي او ډېر ځله تښتولشوي ماشومان وژل کېږي هم.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې د داسې کسانو د نیولو او د تښتونې د پېښو مخنیوي لپاره به جدي هڅې کوي.
د یادولو ده چې پر ماشومانو سربېره ډېر ځله ځوانان او شتمن کسان هم د انسانتښتوونکو له لوري تښتول کېږي او په بدل کې یې له کورنیو څخه پیسې غوښتل کېږي.
څو ورځې مخکې په پکتیا کې هم د اسلامي امارت ځواکونو یو صراف د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی و.


