د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ(جمعه، د جنوري ۹مه) د ګرینلینډ د ترلاسه کولو په اړه خپل ټینګار بیا تکرار کړ او ویې ویل: “که موږ دا کار ونه کړو، روسیه یا چین به ګرینلینډ ونیسي او موږ نه غواړو چې روسیه یا چین زموږ ګاونډیان وي.”
ټرمپ زیاته کړه: “زه غواړم دا په اسانه لاره ترسره کړم، خو که دا اسانه نه وي، موږ به دا په سخته لاره ترسره کړو.”
هغه د ګرینلینډ د ډنمارک د مالکیت د پوښتنې لاندې راوست، ویې ویل: “یوازې د دې لپاره چې د دوی کښتۍ ۵۰۰ کاله دمخه هلته راښکته شوه د ملکیت معنی نه لري.”
ټرمپ ناټو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل: “زه د ناټو پلوی یم، ما ناټو وژغوره. که دا زما لپاره نه وای، نو ناټو به نه وای.”
دا څرګندونې د ډنمارک سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو په وخت کې وشوې، د ډنمارک لومړۍ وزیرې میټ فریډریکسن دا “مستقیم ګواښ” وباله.
د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر هم خبرداری ورکړ چې د ګرینلینډ راتلونکی باید د ټاپو او ډنمارک د خلکو لخوا پرېکړه شي.
بيبيسي راپور ورکړی چې دې ادعاوو د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي او کولی شي د ناټو سره د امریکا اړیکې ننګوي.
روسیې او چین دا څرګندونې د “مداخلې” په توګه غندلي دي. شنونکي په دې باور دي چې دا د ټرمپ د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې په شمالي قطب کې د امریکا نفوذ پراخوي.


