خانهافغانستاند ایران سفیر د ا.ا کرنې وزیر ته د اقتصادي همکاریو سازمان...

د ایران سفیر د ا.ا کرنې وزیر ته د اقتصادي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې 

د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، عطاءالله عمري په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر، علي رضا بیکدلي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی. 

خبرپاڼې د ا.ا د کرنې وزیر په حواله لیکلي: “زموږ دنده خلکو ته د سالمو خوړو برابرول دي او د همکاریو اساسي موخه، په ځانګړي ډول له خصوصي سکتور سره، د سوداګریزو اړیکو پراخول او د شته توافقاتو عملي کول دي.”

بلخوا د ایران سفیر، علي رضا بیکدلي  بیا ویلي چې هوکړې  د پلان او ټاکلي مهال‌وېش له مخې تعقیب او عملي کېږي او د کرنې او مالدارۍ له لارې به له افغانستان سره قوي اړیکې ټینګې شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت همداراز لیکلي چې علي رضا بیکدلي د اسلامي امارت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ته په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې چې په یاده غونډه کېد غړو هېوادونو د کرنې وزیران ګډون کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه