بهرنیو رسنیو د ترکي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې انقره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچونو د حل لپاره د منځګړي رول څخه لاس اخیستی دی.
د جیو نیوز په وینا، دا پرېکړه د ترکیې لخوا کوربهتوب او منځګړیتوب د څو ناکامو خبرو اترو وروسته وشوه.
په وروستیو کلونو کې، ترکیې د سرحدي کړکیچونو د کمولو، د تورخم د لارې د تړلو او د ترهګرۍ د ملاتړ په متقابل تورونو د کمولو لپاره څو هڅې کړې دي، خو دغو خبرو اترو کومه پایله نه ده ورکړې.
ترکي سرچینو هندي رسنیو ته ویلي چې انقره نور د دې رول د دوام سره علاقه نه لري، ځکه چې اړخونو خپل مکلفیتونه نه دي پوره کړي.
تر اوسه پورې، د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت او د پاکستان حکومت هیڅ رسمي ځواب نه دی ورکړی. شنونکي وايي چې دا خبر کولی شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیچلې کړي، په ځانګړې توګه په داسې حالت کې چې په پوله کې تاوتریخوالی څرګند وي او د افغان کډوالو ایستلو لړۍ به دوام ولري.
ایکسپریس ټریبیون یادونه وکړه چې ترکیه، چې د پاکستان نږدې متحد دی، پخوا د خبرو اترو په اسانتیا کې فعال رول لوبولی و، خو د پرمختګ نشتوالي انقره مایوسه کړې ده.
خو پاکستاني شنونکي په دې باور دي چې دا شاتګ ممکن نور ډیپلوماتیک فرصتونه لکه د چین یا قطر رول پیاوړي کړي.


