خانهنړۍپاکستان کې د ترافیکي پېښې له امله شاوخوا ۳۰ کسان مړه او...

پاکستان کې د ترافیکي پېښې له امله شاوخوا ۳۰ کسان مړه او ټپيان شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې هلته د یو مسافروړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله پنځه کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا پېښه په «چکوال» سیمه کې یو کړنګ ته د بس موټر د غورځېدو په پایله کې شوې او ښايي د مړو شمېر ډېر شي.

په راپورونو کې ویل شوي چې دا موټر له اسلام‌اباد څخه کراچۍ ته روان و چې د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله چپه شوی دی. 

ویل کېږي چې په دې مرګونې پېښه کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

څو ورځې مخکې هم د پنجاب ایالت په «جهنګ» ښار کې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې تر دې دمه د ۱۴ کسانو مړینه او ۲۹ نورو ټپي‌کېدل تایید شوي دي.

د راپورونو له مخې چې دا پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې وه.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان او افغانستان کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه