له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړلکېدو وروسته ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د «دوغارون» سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته د یو ورځنیو غوښینو چرګوړو صادرات بیا پيل شوي دي.
په راپورونو کې د ایران تایباد ولسوالۍ مسوولینو په حواله ویل شوي چې د رسمي جواز له مخې د ۱۱ لاریو په وسیله له ۲۵۰ زره تر ۳۰۰ زره پورې يو ورځني چرګوړي افغانستان ته صادر شوي دي.
ویل کېږي چې له ایران څخه دا وارد شوي چرګوړي د غوښې لپاره کارول کېږي چې له پاکستان سره د لارو تر تړلکېدو وروسته یو ښه بدیل ګڼل کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړلکېدو وروسته د هېواد په بازارونو کې د چرګانو غوښه کمه شوې وه، خو له ایران څخه د دغو صادراتو په پیلېدو سره به دا ستونزه تر ډېره هواره شي.
د یادولو ده چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راپدېخوا تر خونړیو نښتو وروسته له پاکستان سره هر ډول سوداګري په ټپه درېدلې او ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې افغانستان د پاکستان پرځای له نورو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره راکړه ورکړه پیل کړې او د صادراتو او وارداتو د لار پراخېدو هڅې روانې دي.


